IQNA

د مراکش  لوبغاړي له اتلولۍ وروسته د قرآن تلاوت وکړ(فیلم)

13:14 - December 22, 2025
د خبر لمبر: 3492198
ایکنا ۰ د مراکش د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي، عبدالرزاق حمدالله،د عربو د ملتونو د جام له ګټلو وروسته د قرآن کريم څو آيتونه تلاوت کړل.

يکنا د kooora.com له قوله راپور ورکړی چې د مراکش د فوټبال ملي لوبډلې، د اردن پر وړاندې تر بري وروسته، د قطر په «لوسيل» لوبغالي کې د عربو ملتونو د فوټبال د سياليو د اتلولۍ جام وګاټه او دا بريا ئې په بې‌ساري خوښۍ سره ولمانځله.

عبدالرزاق حمدالله د دې سياليو د پايلوبې اتل او ستوری و؛ هغه د بديل لوبغاړي په توګه ميدان ته داخل شو او د دوو ګلونو په وهلو سره ئې د لوبې پايله واړوله او په پای کې يې بريا د خپل ټيم په برخه کړه.

کله چې لوبډله د استوګنې ځای ته ستنېده، مراکشي خبريال، اشرف بن عياد، د ملي ټيم په بس کې له لوبغاړو سره يوځای شو او ورسره يې خبرې وکړې.

هغه له عبدالرزاق حمدالله وغوښتل چې د قرآن څو آيتونه تلاوت کړي. نوموړي لوبغاړي هم د ښکلي غږ په وسيله د قرآن آيتونه په ترتيل سره تلاوت کړل، چې د خلکو له خوا يې پراخ هرکلی وشو.

عبدالرزاق حمدالله د ۱۹۹۰ کال د ډسمبر په ۱۷  زېږېدلی، د مراکش د فوټبال لوبغاړی دی چې د  فارورډ لوبغاړي په توګه د سعودي عربستان د الهلال فوټبال کلب او د مراکش د ملي ټيم لپاره لوبېږي. هغه د ګول وهلو د لوړې وړتيا له امله په «جلاد» مشهور شوی دی.

له ملي ټيم سره په مخه ښه وئيل!

د مراکش او اردن د فوټبال ملي لوبډلو د عربو هېوادونو د جام په پايلوبه کې سره مخامخ شول. مراکش وتوانېد چې په زړه‌راښکونکې لوبه کې د درې په مقابل کې دوه بريا خپله کړي او د اتلولۍ جام پورته کړي.

حمدالله د سيالۍ له پای وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل:

«دا زما وروستۍ ملی لوبه  د مراکش له ملي ټيم سره وه، او زه له دې اتلولۍ ډېر خوشحال يم.»

دغه مراکشي لوبغاړي د آل عمران سورت ۲۶م آيت تلاوت کړ: ُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

«ووايه: اې الله! اې د واکمنۍ څښتنه! ته واکمني چاته چې وغواړې ورکوې، او له چا چې وغواړې يې اخلې، او چا ته چې وغواړې عزت ورکوې، او چا ته چې وغواړې ذلت ورکوې. ټول خير ستا په لاس کې دی، بېشکه ته پر هر څه قادر يې.»

ایکنانیوز د دې تلاوت ويډيو په دوام کې ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4323925

captcha